امنیت

لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٧
لس تنه وسله وال طالبان نن د امنيتي ځواکونو له خوا د هيواد په ځينو ولايتونوکې ووژل شول.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: په هغوعملياتوکې چې د کندز، زابل، ارګان، ميدان وردګو، لوګر، غزني او د هرات د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ دوه تنه ټپيان او درې تنه نور يې ونيول شول .
ددغو فعاليتونو په بهيرکې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز امنيتي ځواکونو د فراه ولايت په مربوطاتوکې دوه ماينونه کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته