سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د افغانستان پر رغونه ډېر تمرکز لري او د هر کال په تېرېدو سره به په ملي بودیجه کې د رغنیزو پروژو کچه لوړه شي

کابل، د مرغومې ۳۰مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن له جهادي او ولسي شخصیت محترم حاجي عزیزالله دین محمد په شمول له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې حاجي دین محمد تلپاتې ثبات او اقتصادي پیاوړتیا د افغانستان اړتیاوې یادې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې د هېواد په اقتصادي پياوړتیا او رغونه کې دې له کورنیو ظرفیتونو او کادرونو ګټه واخیستل شي.

همداراز راغلو قومي مشرانو په خپلو ویناوو کې ټینګار وکړ، چې د ولس او اسلامي امارت ترمنځ دې شته همغږي او همکاري نوره هم پراخه شي، ترڅو په سیمه ییزه کچه د حکومت او ولس ترمنځ واټن رامنځته نه شي.

دوی اسلامي امارت ته د خپلې بشپړې همکارۍ د ډاډ ترڅنګ په لرې پرتو سیمو کې د روغتیا، پوهنې او سړکونو د رغولو برخې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت د افغانستان پر رغونه ډېر تمرکز لري او د هر کال په تېرېدو سره به په ملي بودیجه کې د رغنیزو پروژو کچه لوړه شي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، په رغنیزو چارو او د اسلامي امارت په اډانه کې به د کورنیو کادرونو جذب ته پاملرنه نوره هم ډېره شي.

نوموړي وویل، له اسلامي امارت سره د ولسونو همکاري د دې لامل شوې چې د هېواد په کچه لويې پروژې په سمه توګه عملي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته