کابلباخترد زمري ٢٦مه
شپږ ماين جوړونکي طالبان په هلمند کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه د لښکرګاه ښار په شمال کې په خپل پټنځي کې هوايي بريد شوى دى.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل، چې په ياد بريد کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د رپوټونو له مخې، په بريد کې د طالبانو پټنځاى له ټولو تجهيزاتو سره يې له منځه وړل شوى دى.
د يوبل خبر له مخې، په هلمند کې د چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار د هلمند په ګڼ مېشتو لارو کې يولس ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ