ورزش

په کابل کې د فوټبال د غوره ليګ او د الف د ګروپونو سياليو دوام وموند

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٤
په کابل کې د فوټبال د غوره ليګ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو سياليوکې دجوانان اردو او د استقلال ټيمونو لوبه وکړه چې نتيجه له ګوله پرته برابره پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ د څوارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن د  سباوون او سنايي ټيمونه لوبه کوي.
د يوبل خبرله مخې : په کابل کې د فوټبال د الف د ګروپونو سياليو پرون مازيګر د جوانان ميهن او د آريا د ټيمونو په لوبې سره دوام وموند.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغې په زړه پورې سيالۍ کې د جوانان ميهن ټيم د يوې په وړاندې په شپږوسره د آريا ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د ديارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن د جوانان آزادي او د ا مرخيلو ټيمونه لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته