روغتیا

جاپان دروغتيا په برخه کې له افغا نستان سره د اوو مليو نو ډالرو مرسته کوي

کابل باختر د مرغومي ٢٥ مـــــه

جاپان دروغتيا په برخه کې د افغا نستان له خلکو سره د اوو مليو نو ډالرو مرسته کوي

په داسي حال کې چې د عا مې رو غتيا وزارت سرپرسته ډا کتره ثريا دليل هم حاضره وه نن د افغا نستان د بهرنيو چارو وزارت د لو مړۍ سياسي څانګى درئيس ډا کتر امان الله جيحون او په کا بل کې د جاپان د سفارت شارژ د ا فير سيجې اوکادا ترمنځ يو تفاهم ليک لاسليک شو .

دباختر د ا طلاعا تي ا ژانس دخبريال دخبر له مخې :ډاکتر امان الله د تفاهم ليک د لاسليک کولو په وخت کې وويل چى دغه مر سته د غور ولايت شپږ سوه زرو تنو او سيدو نکو ته درو غتيا يي برخي د پياوړتيا په خا طر لګول کيږي

دغه را ز د عا مې رو غتيا وزارت سرپرستې ډا کترې ثريادليل څرګنده کړه چې د اړتياو د سنجولو له مخې دچغچران ښار  روغتون په دغو مرستو بيا رغول کيږي

 دې وويل: له دغومرستو څخه په استفادي سره د نارينه و ، ښځو ، ماشوما نو ،دا خلي ، جراحي ،نسا يي او ولا دي ، نرى رنځ دعا جلى خو نې او ددغه رو غتون د تودولو دسيستم برخي بيا رغول کيږي

دغه پروژه به د جاپان په وړيا مرسته په را تلونکو دووکلو نوکې بشپړه شي

ډا کترې دليل په ځانګړى تو ګه درو غتيا په برخه کې د افغا نستان له خلکو سره د جاپان د مرستو له ا مله قدردا نۍ و کړه

په دغو مراسمو کې په کا بل کې د  جاپان دسفارت شارژدافير هم خبري و کړې اود افغانستان له خلکو او د ولت سره يې د خپل هيواد د مرستو پردوام باندې ټينګار و کړ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته