سیاست

دبهرنيو چارو وزير دژنيو اپه توضيحي غونډه کې ګډون وکړ .

کابل باختر د تلي  دويمه :
دهېواد دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د ژنيوا دغونډې په باب په توضيحي غونډه کې  چې ټاکل شوې ده دليندي دمياشتې په اوومه نيټه  جوړه شي  ګډون وکړ .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، دغه غونډه  دملګروملتو سازمان  دعمومي ټولنې د درې اويا يمې غونډې ترڅنګ جوړه شوه
دهېواد دبهرنيو چارو وزير دژنيواغونډه دافغانستان لپاره يوبل فرصت وباله  چې په هغه کې دښې حکومتوالى دقانون دواکمنى اوله فساد سره دمبارزې په برخو کې  د بروکسل په غونډه کې دافغانستان  د ژمنو پربنسټ دحکومت  دبرياليتوبونو په باب رپوټ ورکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته