کابل باختردثور دمياشتي١٢ نيټه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي نن ماښام دامريکا دمتحده ايالاتو دسنامجلس ددفاعي چارو دکميټي درييس کارل ليون په مشرۍ ددغه هيواد دسنامجلس له هيئت سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه دواړو لورو دافغان امنيتي ځواکونو دسمبالولو او روزنې ، له افغانستان سره د ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته دامريکا دمتحده ايالاتو دهمکاريو او دسولې دبهير په باب خبري اتري وکړې .
دغه راز دواړو لورو دهيواد دسرحدي ځواکونو دسمبالولو اوروزنې په باب هم خبري اترې وکړې .
دامريکا دمتحده ايالاتو دسنا مجلس هيئت دافغانستان او امريکا ترمنځ دستراتيژيکي اوږدمهالو همکاريو دسند دمسودي برابرول ددواړو هيوادونو لپاره ستر برياليتوب وباله .