امنیت

دملي امنيت ادارې په ځينو رسنيو کې دمجهوالهويه بهرنيواتباعو دشتون له امله انديښنه څرگندوي

کابل باختردوري دمياشتې ٢٥ :

د ١٣٩١ کال دوري دمياشتې په يوويشتمه نيټه  دهيواد دملي ګټو اوامنيت دتامينولو په باب  دامنيتي ارګانونو دمطبوعاتي مسوولينو ، دکورنيو رسنيو دمسوولينو اورسانه يي سرغړونو دڅيړنې د کميسيون دغړومشورتي غونډه  داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکترسيدمخدوم رهين په مشرۍ ددغه وزارت  په مقر کې جوړه  شوه .

په دې غونډه کې درسنيو اودامنيتي ځواکونو دمطبوعاتي دفتر دمسوولينو دهمغږي  اودځينورسنيو درسانه يې سرغړونو په باب ازادى اومشورتي خبرې وشوې .

دملي امنيت دلوى رياست دمطبوعاتي دفتر مسوول دځينورسنيو دسرغړونو په باب  دغونډي برخه والو ته لنډ معلومات وړاندې کړل او ويي ويل  په ځينو رسنيو کې دمجهوالهويه بهرنيو اتباعو شتون  اودافغانستان داساسي قانون  اودرسنيو دقانون دمقرراتو اوموازينو پرخلاف خپروني پکي شاملي وي .

له بده مرغه ځينې رسنې دغه مشورتي غونډه رسانه يې جوړه  کړه او دملي امنيت داداري دويندوى څرگندونې يې تحريف کړي  چې  ګني دنور،ژوندون ، شمشاد اوتمدن په تلويزيونونو کې بهرني اتباع يي دقانوني پړاونوله بشپړولو پرته استخدام کړې اودګاونډيو هيوادونوله خوا تمويل اوملاتړيې کيږي .

په د اسي حال کې چې دملي امنيت داداري ويندوى په کومي رسني دګاونډيو هيوادونوله خوا دتمويل تور نه دي لګولي بلکي په دغو رسنيو کې دبهرنيو مجهوالهويه اتباعو دشتون له امله انديښنه څرگنده کړې ده  اوددغو رسنيو ځينې خپرونې يې دهيواد دملي ګټو ، درسنيو دقانون اودهيواد داساسي قانون پرخلاف بللي دي .

هغه رسني  چې ددغي مشورتي غونډې رپوټ يې دهيواد دنافذو قوانينوپرخلاف تحريف کړي دي درسانه يې سرغړونو دڅيړنې کميسيون ته ځواب ورکوونکي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته