سیاست

دخواخوږى پيغام

-کابل باختر د زمري اته ويشتمه
دملګروملتودسازمان دپخواني عمومي منشي دمړينې له امله دافغانستان دپخواني جمهوررييس حامد کرزي دډاډګيرنې اوخواخوږى پيغام
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د ملګرو ملتودسازمان
پخوانی عمومی سر منشی ښاغلی کوفی عنان له دې نړۍ سترګې پټې کړې. ارواښاد کوفی عنان یو ستر او با عزته نړیوال شخصیت او د ملګرو ملتو
دسازمان مدبر رهبر و چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یې هلې ځلې د
قدر وړ دي. د ده د کوښښونو ستاینه کوم او د ده مړینه یوه لویه ضایعه بولم.
د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د ارواښاد کورنی او دوستانو ته وړاندې کوم او ده ته دلوی خدای له درباره د جمیل صبر استدعا کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته