امنیت

دکورنيو چارو وزارت وياند : دداعش په ځپلو ژمن يو .

کابل باختر دمرغومي دولسمه :
دکورنيو چارو وزارت وياند وايي چې دروان کال دمرغومي دمياشتې له پيل څخه تراوسه پورې  په افغانستان کې دنهو چاڼيزو عملياتو په بهير کې  دداعش دتروريستي  ډلې يوسلو څلور څلويښت  تنه غړي  وژل شوي دي واته پنځوس تنه نور ټپيان شوي دي .
ده په افغانستان کې دداعش دتروريستي  ډلې پرخلاف په جدي  مبارزې ټينګار وکړ او ويې ويل: زموږ عمليات په پراخه توګه دوام لري اوژمنه يې کوو  چې په افغانستان کې دداعش مرکزونه  اوبنسټونه  دړې وړې کوو چې دزيات نفوذ مخه ونيول شي .
ده څرګنده کړه په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دغزني ، روزګان ،  هلمند او دسرپل  په ولايتونوکې دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  يوزيات شمير دښمنان  له منځه وړل شوي دي او دعملياتو موخه يې  د ګواښونو له منځه وړل وبلل .
  دکورنيو چارو وزارت وياند  دکابل دتايمنيو په ساحه کې دتيرې شپې  تروريستي پيښې ته  داشارې په ترڅ کې وويل چې ددغې پيښې  په اړوند يوتن نيول شوى دى .
په دې پيښه کې چې ديورستورانت په وړاندې  دځانمرګي بريد زيږنده وه زموږ دوه تنه هېوادوال شهيدان او اتلس تنه نور ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته