نړۍ

دغزې په تړانګه کې داسرائيلو دبريد له امله شپږوتنوتنه مرګ ژوبله واوښته

دغزې په تړانګي داسرائيلو دهوايې  او ځمکنيو ځواکونو دبريدونوله امله يو فلسطينى وو ژل شو او پنځه تنه نور ټپيان شول .

 وژل شوي سړي  داسلامي جهاد په تندلاري ډلې پورې اړه لري .

داسرائيلو اردو وايې  په يوې ډلې  چې غوښتل يي داسرائيلو په جنوب

دراکټې بريدلپاره تياري ونيسي  هدف گرځولي دي .

داسلامي جهاد ډلې ويلي دي هغه کسان چې په دې بريد کې وژل شوي دي  اويا ټپيان شوي دي ټول ددغې ډلې  غړي و.

دتيري مياشتې په لومړيو وختو کې اسرائيل او داسلامي جهاد ډلې څو ورځي په خپلو کې په جګړو کې و  چې له امله يې داسلامي جهاد دډلې لس تنه غړي او يوملکي اسرائيلى تبعه ووژل شول .

اسراييلى مقاماتو ويلي دي  که چيري له غزې څخه چې دحماس دډلې ترکنترول لاندې دي په اسراييلو راکټې بريدونه دوام ومومي په متقابل عمل به لاس پوري کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته