امنیت

په ننګرهارکې دځمکنيو او هوايي بريدونو له امله داعشيانو ته دسردروند زيان واوښت .

کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
دننګرهار ولايت دداعشيانو په سنګرونو دهوايي او ځمکنيو بريدونو دنويو څپو ډګر دى .
دغه بريدونه په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې دداعشيانو په سنګرونو شوي دي
لومړى بريد تيره شپه په اچين ولسوالۍ کې دداعشيانو په يوه پټنځي ترسره شو.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دهواي پوځ په دې بريد کې دداعش دډلې څوارلس تنه غړي ووژل شول .
ده وويل چې په دې بريد کې  دداعشيانو پټنځي دړې وړې شوې دي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دولس تنه داعشيان دننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې ددوى په سنګرونو دهوايي بريدونو له امله ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دکوټ ولسوالۍ په ځينو سيمو کې کله چې په خپلو پټنځيو کې ديولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولوبوخت  و بريدونه وشول
دافغانستان په ختيځ کې  دپوليسو يوجګپوړى قوماندان وايي چې په دغو هوايي بريدونوکې يوولس تنه داعشيان وژل شوي دي
په يوبل خبر کې  ويل شوي دي چې نهه تنه داعشيان په ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې دهوايي بريد له امله ووژل شول .
په دغو داعشيانو کله چې په تروريستي فعاليتونوبوخت و دهوايي پوځ له خوا بريد وشو .
دغه راز دداعش دډلې درې تنه غړي دډيورنډ کرښې ته څيرمه دپوځيانو په ناڅاپي بريد کي ونيول شول .
دغو داعشيانو غوښتل چې له پاکستان څخه ننګرهار ولايت ته واوړي چې ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته