نړۍ

په يونان کې دافغان پناه غوښتوونکو ماشومانو او تنکيو ځوانانو دحالت په اړوند دبشر دحقوقو دمدافع انديښنه .

آتن  باختر د چنګاش دريمه :
  دبشر دحقوقو مدافع سازمان په خپل هغه نوي رپوټ کې چې پرون يې خپور کړى دى دپناه غوښتوونکو ماشومانو او تنکيو ځوانانو دحالت له امله چې له ملګري پرته يونان ته سفر کوي انديښنه څرګنده کړې ده .
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: دغه سازمان ويلي دي چې زياتره دغه ماشومان او تنکي ځوانان له افغانستان اوسوريې څخه دي چې دجګړو او ناامنيو، په جګړو کې له ماشومانو او تنکيو ځوانانو څخه استفاده دماشومانو  دودونو او له زده کړې  څخه بې برخې  پاتې کيدو له امله له خطرناکو ځمکنيو اوسمندري  لارو يونان ته راغلي دي .
دبشر دحقوقو مدافع سازمان ويلي دي زياتره پناه غوښتوونکي ماشومان او تنکي ځوانان چې يونان ته راځي ددې لپاره چې ډير ژر ددغه هيواد دمهاجرت دادارې له بند څخه ازاد شي خپل رښتني عمر نه وايي او ځان له اتلس کلنۍ څخه لوړ معرفي کوي .
برسيره  پردې دماشومانو  ودونه ،  له ماشومانو او تنکيو ځوانانوسره جنسي تاوتريخوالي ، په ښوونځيو بريد او له ښوونځيو څخه پوځي استفاده هغه نور چلنجونه  دي چې دملګروملتو دسازمان په خبره افغان ماشومان او تنکي ځوانان ورسره مخامخ دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته