امنیت

درې تنه طالبان په ارزګان کې ووژل شول

کابل باختر د لړم لسمه :
په ارزګان ولايت کې د چاڼيزوعملياتو په بهيرکې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
د ارزګان ولايت د امنيتي قومانانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات تېره شپه دملي پوليسو دځواکونوله خوا د ارزګان ولايت  د ګيزاب او دهراوود د ولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې تپيان شول
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې: ددغو عملياتو په بهير کې  د توغندي يوه سرګلوله او يو بوشکه يي ماين  هم د امنيتي ځواکونو له خوا کشف اوشنډ کړي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته