سیاست

ډاکټر عبدالله له زلمي خلیلزاد سره وکتل

کابل/ د زمري ۸ مه / باختر

د ملي روغې جوړې عالي شوار رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د افغانستان د  سولې خبرو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ولسن  سره وکتل.

ډاکټر عبدالله پرخپلې فیسبوک پاڼې لیکلي دي چې په دې کتنه   کې دواړو لوریو د بندیانو د تبادلې بهیر د بشپړولو، تاوتریخوالي کمولو ، د افغانانو تر منځ د خبرو پیل او دوام او همدارنګه اوربند په اړه خبرې اوسلامشورې وکړې. دواړو لوریو د طالبانو او حکومت له خوا په اختر کې د اوربند د اعلام هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانانو تر منځ د خبرو له پیل کېدو مخکې تاوتریخوالی کم  شي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته