خبرونهاقتصادTOPښوونه او روزنه

د مالیې وزارت او البیروني پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر

د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر او د البیروني پوهنتون د محصلینو چارو رئیس مشتاق حقیار، د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د همکاریو دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ.

باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به اړتیا ته په کتو د مالیې وزارت هغه کارکوونکي چې د علمي زده کړو په برخه کې ظرفیت لوړولو ته اړتیا ولري؛ البیروني پوهنتون ته ور پېژندل کېږي.

همدا رنګه به د البیروني پوهنتون محصلین د عملي او مسلکي زده کړو او تجربو د ترلاسه کولو په موخه مالیې وزارت ته ور پېژندل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته