-کابل باختر د ليندۍ اتمه :
دننګرهار ولايت دملي امنيت چارواکو سل سپک او درانده جنګي وسايل دوسلو دراټولولو پروګرام يا داياک ته وسپارل .
دغه وسلې دعملياتو او پلټنو په بهير کې دوروستيو مياشتو په ترڅ کې دداعش او طالبانو له تسليم شويو افرادو څخه دننګرهار ولايت له بېلابېلو سيمو څخه راټول کړى شوي و .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې ددغه ولايت دملي امنيت چارواکو سل سپک او درانده جنګي وسايل دداياک پروګرام ته وسپارل . ختم_ عطاالله _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ