امنیت

په تخارکې دوه تنه له يوې اندازې نشه يي توکو سره ونيول شول

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ٥ :
دوه تنه له يوې اندازې نشه يي توکو سره په تخار ولايت کې ونيول شول.
پوليس وايي چې دغو دوو تنو ٢٩ کيلوګرامه اپين  او ٢٤ کڅوړي چرس له بدخشان څخه کندز ته ليږدول چې ونيول شول.
دغه کسان پرون ناوخته د تخار ولايت د کلفګان ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول شول.
د کلفګان ولسوالۍ امنيه قوماندان امان الله اميري د باختر آژانس  خبريال ته وويل چې نيول شويوکسانو ٢٩ کيلوګرامه اپين او ٢٤ کڅوړي چرس په مهارت سره په يو کرولا موټرکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې چې کندز ته وليږدوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته