امنیت

دبې پيلوټه الوتکې په بريد کې اووه تنه ووژل شول .

ميرامشاه  باختر دغبرګولي اتلسمه :
دشمالي  وزيرستان په قبايلي سيمې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې دبريد له امله څه ناڅه اووه تنه مشکوکې مليشې ووژل شوې .
   باختر اژانس ددي نيوز انترنشنل ورځپاڼې له خولې خبر راکړ ،دغه بريد پرون ناوخته دشمالي وزيرستان په مرکز ميرامشاه وشو او دغې الوتکې په يو کوردوه توغندي وتوغول .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې،  داتيره اوونۍ دپاکستان دنوي صدراعظم په توګه  واک ته دنوازشريف درسيدو له وخت څخه په قبايلي سيمې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې لومړى بريد دى چې ترسره شوى دى.
ديادونې وړ ده چې  دغه بريد په داسې حال کې کيږي  چې لس ورځې مخکې په ورته بريد کې دطالبانو ددويم لمبر قوماندان ولي الرحمن په ګډون څه ناڅه اووه تنه طالبان ووژل شول او په دغې ډلې کلک ګوزار وشو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته