امنیت

دپنځلسو وسله والو طالبانو وژل کېدل او نيول کېدل.

کابل – باختر دمرغومې ١٩ :
په وسله والوطالبانو او دحقاني  په شبکې پورې اړوند درې تنه قوماندانان په افغانستان کې د څو عملياتو په بريد کې ونيول شول.
ددغو عملياتو په بهير کې چې تيره شپه اونن سهار دقندهار دامان ،دهلمند دسنګين ،دغزني داندړو دولسواليو او خوست ښار په مربوطاتو کې ترسره شول ددغو قوماندانانو پنځه تنه افراد هم نيول شوي دي.
باختر آژانس د ناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبرراکړ دغو قوماندانانو په خپلو سيمو کې ديو شمير عملياتو درهبري مسوليت په غاړه درلود.
ناټو وايي ددغو عملياتو په بهير کې نښتې هم شوي دي او دطالبانو په ډلې او دحقاني په شبکې پورې اړوند اووه تنه مربوط کسان وژل شوي دي.
ويل کېږي په دغو قوماندانانو کله چې ديو لړ ترورستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و دافغان او ناټو ځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول او ونيول شول .
خبرپاڼه زياتوي دجګړه مارانو دجنګي وسايلو او نشه يي توکو درې زيرمې هم ترلاسه کړى دي.
په خبرپانه کې دافغان او ناټو دځواکونو او ملکې وګړو داحتمالي دسر زيان په باب څه نه دى ويل شوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته