نړۍ

امريکا له داعش سره په ګډې مبارزې ټينګار وکړ

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون سهار دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو له وزير ريکس تيلرسن سره په واشنګټن کې ددغه هيواد دبهرنيو چارو وزارت په مقر کې وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دکتنې په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير له داعش سره دمبارزې دنړيوال ايتلاف دوزيرانو دغونډې جوړول په خپل وخت او ګټوره وبلله او ددغې غونډې کوربه توب لپاره دامريکا دبهرنيو چارو له وزير څخه دمننې په ترڅ کې په افغانستان کې د داعش دفعاليتونو له شتون څخه دافغانستان د دولت دانديښنو دکچې او له دغې ډلې سره دمبارزې په لاره کې دافغانستان دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو داقداماتو او برياليتوبونو په باب خبرې وکړې.
وروسته دامريکا دبهرنيو چارو وزير نړۍ په بيلابيلو سيمو کې د داعش دشتون او فعاليتونو پراختيا ټولو هيوادنوته ګډ ګواښ وباله او په ټولو برخو کې له هغې سره په مبارزه کې د ټولو هيوادونو ترمنځ دهمکاريو په اړتيا ټينګار وکړ :ده زياته کړه د دې اړتيا ده چې له داعش سره دمبارزې دنړيوال ايتلاف هيوادونه داطلاعاتو او همغږۍ په تبادلې سره دجګړې په ډګر او دغه راز په نورو برخو کې ددغې ناوړې پديدې په ځپلو کې لازم اقدامات او ګډې هلې ځلې وکړي.
په دې کتنه کې دافغانستان او دامريکا دبهرنيو چارو وزيرانو د دواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو او همکاريو دلرليد او دغه راز په افغانستان کې دسياسي ، امنيتي ،اقتصادي حالا تو او دسولې دبهير په باب خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته