امنیت

ملا جلال له پنځلسو ياغي طالبانو سره ووژل شو

کابل- باختر  دوږي  ٢٧
شپاړس  تنه وسله وال طالبان  په کونړ ولايت کې ووژل شول .
  ويل کېږي دغه  کسان  په غازي اباد ولسوالۍ کې دناټو د جنګي الوتکو په بريد کې ووژل شول .
دکونړ والي فضل الله واحدي باختر اژانس ته وويل: هوايي بريد دغازي اباد ولسوالۍ په ايګل سيمه کې دناټو دځواکونو له خوا ترسره شو چې له امله يې  شپاړس تنه سوله وال  طالبان او دملا جلال په نامه دهغوى يو مشهور قوماندان هم وژل شوى دي .
ده زياته کړه: په دغه هوايي  بريد کې يو تن چې مخکې په ملي اردو کې شامل و او په کونړ ولايت کې  يې د ايساف دوه تنه عسکر وژلى و او طالبانو ته  تسليم شوى و،  د وژل شويوکسانو په ډله کې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته