سیاست

افغانستان ته دزياتو ځواکونو داستولو لپاره له بريتانيا څخه دناتو د پوځي تړون غوښتنه

لندن  ايرنا باختر د ثور ٢٠:
   بريتانوي خبرځايونو دسه شنبې په ورځ  خبر ورکړ چې دشمالي اتلانتيک دتړون سازمان  ناتو دبريتانيا له حکومت څخه غوښتي دي چې افغانستان ته د زياتو پوځيانو استولو ته دخپل کار په لارښود کې ځاى ورکړي .
دايران دولتي خبري اژانس دبي بي سي  شبکې له خولې  وليکل چې افغانستان ته دزياتو ځواکونو داستولو لپاره له بريتانيا  څخه ددغه سازمان غوښتنه په وروستيو اوونيوکې شوې ده . 
دغې  خبرې شبکې زياته کړه: دشمالي اتلانتيک دتړون  دسازمان ناتو عمومي منشي  ينس  استولتنبرګ ټاکل  شوې ده دراروانې چهارشنبې په ورځ دبريتانيا له صدراعظم ترزامي  سره وګوري چې ددغې کتنې په بهير کې به دغه مساله طرحه کړي .
همدا اوس په افغانستان کې دميشتو بريتانوي ځواکونو شمير پنځه سوه تنو ته رسيږي چې په عمده  توګه دکابل په شاوخوا کې ديره دي او په دغه هېواد کې دناتو  دميشتو ځواکونو شمير ١٣  زرو تنو ته رسيږي .
ديلي تلګراف په يوه رپوټ کې وليکل  دشمالي اتلانتيک دتړون سازمان ناتو په دې لته کې دى چې دوسله والو طالبانو دډلې  دګواښونو له زياتوالي سره  دمقابلې  لپاره دافغانستان  له دولت سره دمرستې په موخه په دغه هېواد کې خپل پوځيان زيات کړي .
دشمالي اتلانتيک دتړون سازمان  ناتو  عمومي منشي ينس استولنتبرګ  په دې ورسوتيو وختو کې له الماني ورځپاڼې  ولت ام سونتاګ سره په خبرو کې ويلي و:  په افغانستان شتو امنيتي چلنجوته په پاملرنې  سره دغه سازمان غواړي په دغه هېواد کې خپل ځواکونه پياوړي کړي .
دبريتانوي خبرځايونو دخبرله مخې ، په افغانستان کې دبې ثباتي  زياتوالي ددې  سبب شوى دى چې دامريکا دجمهور رييس دونالد ترامپ حکومت هم په دغه هېواد کې په ستراتيژي  کې دنوي  نظر په لټه کې  شي او مقامات وايي چې دوى په دې لټه کې دي چې افغانستان ته زيات ځواکونه واستوي
دواشنګتن دغه تصميم کيداي شي په يوه امنيتي غونډه کې ددونالدترامپ دشتون په بهير کې  چې ټاکل شوې ده دمي په مياشت کې په بروکسل  کې دناتو په مقر کې جوړه شي اعلام شي .
په افغانستان کې دناتو دپوځيانو امريکايي قوماندان جان نيکلسون په دې وروستيو  وختو کې دجګړې دحالت دبدلولو لپاره په دغه هېواد کې د نويو ٥٠٠٠ تنو پوځيانو غوښتنه کړې وه .
په افغانستان کې دبريتانوي پوځيانو جنکي ماموريت په دغه هېواد کې له ديارلس کلن پوځي شتون وروسته د ٢٠١٤ م کال ددسمبر په مياشت کې پاى ته ورسيد .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته