امنیت

څوارلس طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل / د زمري ۴مه / باختر
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې ۱۴ وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس سيمه یيز خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان پرون د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو د يرغل په وخت کې ووژل شول.
خوږياڼي زياته کړه: په دغو عملياتو کې درې نور وسله وال طالبان ټپيان شول او جنګي وسايل یې ترلاسه شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته