ټولنه

په جوزجان کې خلکو ته د څښاک اوبه برابره شوه

کابل باختردليندۍ دمياشتې١٧نيټه :
د اوبو رسولو د٢٤ پروژو کار په جوزجان ولايت کې پيل شو.
د جوزجان ولايت سيمه ييز مسوولين وايي چې دغه پروژې د دغه ولايت د کليو د بيا  جوړولو او پراختيا رياست له خوا د ٧٠ ميليونو افغانيو په لګښت تطبيق شي.
دجوزجان ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رئيس محمديوسف سعيد باختر آژانس ته وويل چې په دغو پروژو کې د ٥٤ کيلومترو په اوږدوالي د اوبو رسولو د پروژې تمديدول، د نهو ژورو او نيمه ژورو څاګانو کيندل، د اوبو زيرمې جوړول، د سولر پمپونو درول او د اوبو ١٦ ډنډونو جوړول شامل دي.
ده زياته کړه: دغه پروژې آقچې، مرديانو، خانقا، خواجه دوکو او د شبرغان په شاوخوا کې په لسوکليوکې تطبيقيږي.
خبرځاى زياته کړه: د دغو پروژو د کار په بشپړيدو سره به د اوبو د کمښت له پلوه د پنځه زرو کورنيو ستونزې لرې شي.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست د اوبو رسولو پروګرام په جوزجان ولايت کې په پنحلس کلن فعاليت کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيموکې خلکو ته د څښاک د اوبو د برابرولو په مقصد په سلګونو څاګانې کنيدلې دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته