سیاست

جمهورريیس غني: له فساد سره مبارزه د یوه فرد نه، بلکې د دولت او ټولنې کار دی

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د فساد پرضد د مبارزې په اړه ”د سولې پر لور حرکت، د حساب ورکولو لپاره فرصت“ تر عنوان لاندې د اروپایي ټولنې پنځم کلني کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، د هېواد لومړۍ مېرمن، د کابینې یو شمېر غړو او سفیرانو او په کابل کې مېشتو کورډیپلوماتیک استازو هم حضور درلود، لومړی په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر پییر مایودین خبرې وکړې.
د اروپایي ټولنې سفیر وویل: نن موږ غواړو له فساد سره په مبارزه کې خپل رول د سولې تر هوکړه لیک وړاندې، په جریان او وروسته متمرکز کړو.
هغه ټینګار وکړ: د سولې او ټاکنو دواړه پروسې چې د زماني جدول مطابق تعین شوي، باید په موازي ډول مخته یوړل شي.
وروسته جمهورريیس غني له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د دوامدارو مرستو د ستاینې ترڅنګ د ډیموکراسۍ په ارزښتونو او په ځانګړي ډول پر ټاکنو د دې بنسټ د ټینګار مننه وکړه او ويې ویل: ټاکنې له شک او شبهې پرته ترسره کېږي.  
جمهورريیس وویل: نن سولې ته تیاری نیسو او زموږ هېواد باید د سولې د ټینګښت لپاره رامنځته شوی فرصت له لاسه ور نه کړي.
هغه د جګړې د قېمت په اړه وویل چې د نړیوال بانک د راپور پر اساس، د غویي د اوومې له کودتا د بُن تر پروسې، افغانستان ۲۴۰ میلیارد ډالره زیان لیدلی او په تېرو ۱۸ کلونو کې هره ورځ موږ د جګړې قېمت پرې کوو.
جمهورريیس غني څرګنده کړه: د سولې په لاره کې زموږ پرېکړې د دې ښودنه کوي، چې موږ د جګړې په قېمت پوهېږو او د افغانستان خلک دغه قېمت ادا کوي.
جمهورريیس د کابل او غزني ولایتونو وروستيو ترهګریزو بریدونو ته په اشارې وویل: پر ماشومانو برید پرانسانیت برید دی او نظام او اساسي قانون ته د افغانستان د خلکو او په ځانګړي ډول د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ژمنتیا مننه کوم.
جمهورريیس دې ته په اشارې چې موږ د هر اړخیزو مذاکراتو د پیل لپاره ټولې ستونزې او شرطونه ومنل، وویل: زما تګلاره د سولې تګلاره ده، دا وطن سوله غواړي او موږ سوله راولو.
محمد اشرف غني څرګنده کړه چې په تېرو ۱۸ کلونوکې د سولې لپاره شرایط مساعد نه وو، خو اوس د سولې د ټینګښت وخت رارسېدلی او باید ترې اعظمي استفاده وشي. هغه ټینګار وکړ چې بېرته په شاتګ ملت ته د منلو وړ نه دی او نه هم ممکن دی.
جمهوررپیس وویل: په څلوېښتو کلونو کې په لومړي ځل موږ ثابته کړه چې اوربند خوب او خیال نه دی، بلکې واقعیت دی او د دولت او طالبانو ترمنځ باید هدفمند مذاکرات ترسره شي او ستونزې باید د عقلانیت په قوه حل کړو او په دې کار کې اراده او نیت هم مهم دي.
جمهورريیس په دې ټینګار سره چې د فساد پرضد واضح بنسټ ایښودل شوی وویل چې د فساد پرضد مبارزه د یوه فرد کار نه دی، بلکې د دولت او ټولنې کار دی.
هغه زیاته کړه: د افغانستان سیاسي فلسفه پرعدالت ولاړه ده. کرنه، صنعت، سوداګري او امنیتي او دفاعي ځواکونه او په ټوله کې حکومتولي له عدالت پرته نشي ترسره کېدای.#
پاى – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته