امنیت

دکب دمياشتې ٩ دامنيتي او دفاعي ځواکونو دملاتړ دورځې درناوى کوو

کابل باختردکب دمياشتې ٨ نيټه :
دکب دمياشتې نهمه دامنيتي  دفاعي ځواکونو دملاتړ ملي ورځ  يو داسې  فرصت دى  چې دهغو ځواکونو په وړاندې  په ميړانې سره  دملي هويت او ارزښتونو ددفاع په سنګرونو  کې دي، خپلې کړنې اوفعاليتونه وڅيړو.
دباخترآژانس مفسر ليکي :  افغانستان له څه دپاسه  ٢٢ تروريستي ډلو سره  په  جګړه کې دي  . هغه ډلې   چې دمشخصو هېوادونو دګټو لپاره  زموږ دخلکو پرخلاف په  جګړه کې دي  او په افغانستان کې دبهرنيانو نيابتي جګړه ترسره کوي.
افغانستان  زياته موده  کيږي چې ددغو ډلو دپاملرنې په مرکز کې  ځاى لري .
دډاراچوونکو ډلو دفعاليت  زياتوالى  او ددغو ډلو له پلوه د رامنځته شويو انديښنو پراختيا  ددې سبب شوې ده   چې له ډاراچونې سره دمبارزې  نړيوال ايتلاف  افغانستان ته  راشي.، خو دغو ځواکونو هم له ډاراچوونې سره دمبارزې کارنيمګړى پريښود اوپه  ٢٠١٤ ميلادي کال کې يې په افعانستان کې خپل جنګي ماموريت  پاى ته رسيدلى اعلام  کړ او د هېواد ددفاع  او له ډاراچونې سره دمبارزې مسووليت  دافغانانانو په اوږو کيښودل شو.
دافغانستان امنيتي اودفاعي ځواکونه  چې ددې هېواد ډير غوره بچي پکې شامل دي  په هغې ژمنې  او درايت سره  چې لري يې ثابته کړه  چې  دخپل هېواد ددريځ  ، هويت او دملي ارزښتونو ددفاع لپاره يو قوي ډال او کلک  ديوال دى  ددغو  ځواکونو په شتون کې و  چې نړۍ متيقنه شوه چې نننى افغانستان  پرونى افغانستان نه دى  ځکه افغانان  دخپلو زړورو بچيانو په شتون کې دهېواد په وسله وال پوځ کې شموليت لري  ، هوډمن دي چې  خپل هېواد  دډاراچوونکو ډلو له تحجر او بربريت  څخه وژغوري.
نن ورځ  دنړيوالو ټولنو ترمنځ  دافغانستان دريځ  تثبيت شوى  دى که چېرې  نن افغانستان ديوه خپلواک  هېواد په توګه  اراده  تمثيلوي  او دخپلو دښمنانو ددسيسو ، توطيو او ناوړو نيتونو په وړاندې دريږي دغه  وياړ ددغه هېواد  په وسله والو ځواکونو پورې اړه  پيدا کوي چې په هغو کې ددغه هېواد  ډير ښه بچيان شتون لري.
دهېواد وسله وال پوځ  نن ددې هېواد هويت او يو ملي ارزښت دى . نن  دهېواد وسله وال  پوځ زموږ دخلکو  ډاډمن تکيه ځاى دى .
نن زموږ دهېواد وسله وال پوځ  دهغه وګړني نظام ملاتړي اوساتوونکي دي چې زموږ دخلکو استازيتوب  کوي.
دا زموږ وسله وال  ځواکونه دي چې دنړيوالو اوسيمه ييزو دسيسه کارانو په ښکاره اوپټه  جګړه کې يې خپل ټټرونه   ډال کړي دي . که چېرې  نن دملي  ارزښتونو ددفاع خبره رامنځته کيږي او که چېرې  دديموکراتيکو اوبشري ارزښتونو خبره ده  که چېرې  نن موږ دحکومت دلاسته راوړنو او سياست خبري کوو ، دغه ټولې وياړنې   زموږ  په  زړورو  سرتيرو او افسرانو پورې اړه پيدا کوي  چې دملي  اردو ، ملي پوليسو  او دنورو امنيتي بنسټونو په ليکو کې خدمت کوي.
نو دهغوى ملاتړ يوه ملي وجيبه، يو  هېوادنۍ پوراو اخلاقي مکلفيت دى  چې بايد په بيلابيلو بڼو ددغو ځواکونو ملاتړ ته ور ودانګوو.
پاى ف   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته