د جلال آباد ښار باختر دوږي دمياشتې ٩ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې د وروستۍ يوې مياشتې په بهيرکې د جنايي جرمونو په تور څه دپاسه سل تنه نيول شوي دي.
دغه کسان په دغه ختيځ ولايت کې د امنيتي پلټنو په دروازوکې د يولړعملياتو او جګړو په بهيرکې نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي باختر آژانس ته وويل چې نيول شوي کسان د وژنې، غلا، شوکمارۍ، انسان تښتونې، دوکې ورکول او د اسناد د جعل په تور نيول شوي دي.
ده وويل: د زياترو نيول شويوکسانو دوسيې بشپړې شوې او محکمې ته ليږدولې شوې دي.
ويل کيږي امنيتي مامورينو په دغو مواردوکې څو تنه د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد کړي او په لسګونوغلا شوي مالونه خپلوخاوندانو ته يې سپارلي دي.
0 1 دقیقه لوستل