امنیت

په ننګرهار کې د دريو داعشيانو وژل کيدل

جلال آباد باختردکب دمياشتې ٤ نيټه : درې تنه داعشيان پرون د ننګرهار ولايت په هسکې مينې ولسوالۍ کې ووژل شول. د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند شيرآقا فقيري باخترآژانس ته وويل ؛ دغه داعشيان د دغه ولايت د هسکې مينې د بر لنګري کنډو په سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې و وژل شول او يو تن بل يې ټپي شو. فقيري دغه راز وويل ؛ د دغې قول اردو منسوبانو د ننګرهار او کاپيسا ولايتونو په مربوطاتو کې د ډار اچوونکو له خوا څلورځاى پرځاى کړاى شوي ماينونه هم کشف اوشنډکړي دي.پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته