امنیت

د کاپیسا لپاره د طالبانو د نظامي مسوول وژل کېدل

محمودراقي/دلیندۍ۹مه/باختر
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د اله سای ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو پوځي مسوول وژل شوی دی.
د کاپيسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې افغان هوايي ځواکونو پرون ناوخته په آله سای ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو برید وکړ.
سرچینه زیاتوي چې په برید کې د کاپیسا لپاره د وسله والو طالبانو پوځي مسوول مولوي نظر وژل شوی او پنځه نور ملګري یې ټپیان شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته