سیاست

تبصره

کابل باختر د سلواغې يو ويشتمه :
سره له دې چې  دهيواد امنيتي او استخباراتي مسوولين په افغانستان کې دداعش شتون زياتره دافغانستان دخلکو پرخلاف تبليغاتي او رواني جګړه بولي ، خلک هيله لري چې امنيتي بنسټونه دې ددغې تروريستي ډلې په برخه کې  دهغوى ټولې انديښنې پاى ته وروسوي .
دباختراژانس مبصر ليکي چې په دې وروستيو وختو کې دهيواد په ځينو سيموکې دداعش دډلې له خصوصياتوسره دوسله والو کسانو دشتون او فعاليت په برخه کې خبرې او نارې سورې اوريدلې شوي دي ، سره له دې چې دهلمند دکجکي  او دفراه دپشت رود په ګډون دهيواد دځينو سيمو اوسيدونکي وايي په تورو جامو سمبال کسان چې په بشپړه توګه وسله وال دي او دداعش  بيرغ له ځان سره لري ، ليدلي دي خو امنيتي بنسټونه ټينګار کوي چې په افغانستان کې دداعش  شتون دتبليغاتي او رواني جګړې په کچه  کې دي اوپه افغانستان کې ددغې ډلې دفعاليت لپاره  زمينه  مساعده نه ده او آن طالبان افغانستان ته  دراتګ لپاره دغې ډلې ته لاره نه ورکوي .
دغه خبرځايونه په دې ټکي باندې ټينګار کوي دطالبانو ځينې هغه کوچنۍ ډلې چې دطالبانو له نورو ډلو سره په مخالفت کې  دي په سياليو ډلو داغيزې په مقصد يې دداعش بيرغ پورته کړى دى پرته له دې چې له دغې ډلې سره اړيکي ولري .
سره له دې چې امنيتي او استخباراتي  بنسټونه په افغانستان کې دداعش شتون ردوي او دا رواني جګړه او تبليغات بولي خو دغه مسئله  دملي امنيت دشورا په وروستۍ  غونډه کې وڅيړل شوه .
  په افغانستان کې دداعش دفعاليت دمخنيوي په باب دخبرونو په وړاندې دملي امنيت دشورا دريځ په هيواد کې ددغه افراطي او تروريستي جريان په وړاندې هيله پياوړى کړه .
دملي امنيت شورا په افغانستان کې دداعش دتروريستي ډلې دفعاليت درامنځته کيدوپه باب دخبرو په ترڅ کې ددغې ډلې هر راز فعاليت د افغانستان او دسيمې دهيوادونو پرخلاف دباالقوه  امنيتي خطر دله منځه وړلو په خاطر امنيتي ځواکونو ته دنده وسپارله  چې په دې لاره کې مشخص تدبيرونه ونيسي .
  دملي امنيت  دشورا دغه  تصميم کولاى شي خلک ډاډمن او هيله من کړي چې دولت  حالاتو ته متوجه دي اونه پريږدي  چې طالبان خپل ځاى داعش ته تش کړي .
حالات له کنترول څخه ووځي سره له دې چې داعش دامنيتي بنسټونو له خوا ديوه تبليغ او درواني جګړې په کچه بلل کيږي  خوبايدددغې متحجرې او تروريستي ډلې دنفوذ په خطر سترګې پټې نشي ځکه دطالبانو خپل منځۍ  سيالۍ کولا ي شي  په افغانستان کې ددغې افراطي ډلې دنفوذ لپاره لاره پرانيزي . که چيرې نن دطالبانو يوه ډله غواړي په سيالې  ډلې داغيزې په مقصد دداعش له بيرغ او جامو څخه استفاده وکړي له شک پرته  دخلکو په مورال او روحيې هم اغيزه کوي چې بايد هغه جدي ونيسو ، څرګنده  خبره داده هغه کسان چې  غواړي آن دداعش له نامه څخه هم استفاده وکړي بايد وپيژاندل شي او وځپل  شي او امنيتي  ځواکونه دهغو پرخلاف مخکې له مخکې تدبيرونه ونيسي آن پرې نږدي چې دداعش نوم افغانستان ته لاره پيداکړي .
  دغه راز دهيواد دديپلوماسۍ دستګاه ته لازمه ده چې په ديپلوماتيکي هلوځلو سره دې دسيمې هيوادونه همغږي  کړي چې دداعش فعاليت له اوسنۍ جغرافيا څخه نه يوازې وايستل شي بلکې په همدې جغرافيا کې دى کنترول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته