تالقان باخترلړم دمياشتې ٢ نيټه :
د تخار د سولې د عالي شورا د کمېټې مشرتابه هيئت نن د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا له خوا معرفي شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
دغه کمېټه د محمدحسن خان په مشرتوب، د استاد زمان خان په معاونيت او د ولايتي شورا د رئيس، د عالمانو د شورا د رئيس، د ښځو د چارو د رئيسې او د يوشمېر نورو په غړيتوب چې ټول ديارلس تنه کيږي؛ د دغه ولايت د مشرتابه هيئت ته معرفي شوه .
د تخار والي ډاکتر فضل الله مجددي هغو ته د هرکلي په ويلو سره څرګنده کړه چې د هرې جګړې پاى سوله او د سولې پايله امنيت دى او د اسلامي ارزښتونه اساسي ستنې په عدالت ، سولې، امنيت او سوله ييز ګډ ژوندانه باندې تکيه لري.
د تخار والي د دغه ولايت د سولې د عالي شورا له کمېټې سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
پاى سعيده ذ
0 1 دقیقه لوستل