
کابل، د وري ۲۰مه، باختر
د جوزجان مستوفیت مسوولین وايي، چې په تېر مالي کال کې یې شاوخوا ۲۶۳ ميليونه افغلنۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
د جوزجان مستوفي مولوي همراه قل سبحاني باختر آژانس ته وویل، چې تېر کال د مالیې وزارت له لوری ورته ۳۴۵ میلیونه افغانۍ هدف ټاکل شوی و، چې دغه ریاست شاوخوا خوا ۲۶۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
همراه قل زیاتوي، چې تېر کال د احصائیې، کرنې، ټرانسپورټ، صنایعو او سوداګرۍ ریاستونو له ټاکلي حد څخه ۱۶ میلیونه ۵۰۰ زره افغانۍ زیات عوايد راټول کړي، چې د دغو ادارو د اغېزمنو فعالیتونو له امله د ستاینې وړ دي.
جهانیار