امنیت

يو تروريست ونيول شو .

کابل باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
دکونړ ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو موظينو  پرون په دغه ولايت کې  يو ماين ښخوونکى ونيوه .
  دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: نيول شوي سړي غوښتل يو ماين دکونړ ولايت  دڅوکۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ښخ کړي  چې دپوليسو له خوا له يوه ماين او يوه موټر سره ونيول شو .
نيول شوي سړي په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى دى او ويلي دي چې ددغې ولسوالۍ  په مربوطاتو کې په پرله پسې  تروريستي بريدونو ورانکاريو او دماين ښخولو په فعاليتونوکې فعاله ونډه لرله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته