امنیت

دماين جوړولو يوماهر له شپږوتنو طالبآنو سره په نهر سراج کې ووژل شو .

کابل باختر  دليندى اوولسمه :
دهلمند ولايت دنهر سراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل دغه عمليات  دوسله والو طالبانو له شتون څخه دسيمې دپاکولو په موخه دهلمند ولايت په نهر سراج ولسوالۍ پورې اړوند  يخچال  سيمه کې  ترسره شول چې له امله يې دماين دجوړولو  ديوه ماهر  په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ديوه اړونده خبرځاى  دڅرګندونوله مخې ددغو عملياتو په بيهر کې دوسله والو طالبانو  يوه اندازه جنګي  وسايل  چې دوه ميله پيکا ، يو توغندى ويشتوونکي ،  پنځه کلاشينکوفونه ، درې مخابرې او يوسراچه ډوله موټر  پکې دى دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته