سیاست

امریکایي عسکرو ته د مصؤونیت پريکړه به د افغانانو جرګه کوي

کابل – باختر دمرغومى پنځه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن غرمه په مطبوعاتي کنفرانس کې امریکا ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات ورکړل او ددغه سفر په جریان کې یې د امریکا د متحده ایالاتو د تودې مېلمه پالنې له امله مننه او قدرداني وکړه.
ده وویل: د امریکې حکومت او خلکو د افغانستان د هیات تود هر کلی او مېلمه پالنه وکړه او د افغانستان د خلکو احترام په ډېره عالي توګه وشو او هم د افغانستان د ملي حاکمیت بشپړ احترام وشو.
حامد کرزي وویل چې د افغانستان پلاوی له امریکایي چارواکو سره دې موافقې ته ورسېد تر څو په راتلونکي پسرلي کې ټول بهرني ځواکونه د افغانستان له کلیو او بانډو څخه راووزي او هلته به د افغانستان خپل امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کېږي.
دغه راز د هېواد جمهور رئیس وویل چې له دې وروسته به امریکا د ټولو زندانونو مسؤولیت به په بشپړه توګه افغانستان ته سپاري.
حامد کرزي وویل: زموږ په مذاکراتو کې د افغانستان حاکمیت ته د زندانونو مطلق انتقال وشو او دا زندانونه مطلق د افغانستان اختیار او ملي حاکمیت ته وسپارل شول او که چېرې دوی په کومو عملیاتو او یا حادثه کې د افغانستان کوم وګړی ونیسي، نو دوی به دا وګړی افغانستان ته په ۹۶ ساعتونو کې حتما او حتما انتقالوي.
دغه راز د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه: په پسرلي کې، له نن څخه دوې میاشتې وروسته به د خارجیانو عسکر د افغانستان له ټولو کلیو او کورونو څخه وزي او هلته به د دوی لخوا عملیات نه کېږي او د افغانستان خپل بچي به هلته د خپل وطن خدمت کوي او امنیت به یې ساتي.

په دفاعي او نظامي ساحو کې د هېواد جمهور رئیس له امریکایي چارواکو سره د خپلو خبرو په اړه وویل: د افغانستان او امریکې تر منځ ښې خبرې وشوې او موافقه وشوه چې امریکا به تر ۲۰۱۷ کاله پورې د افغانستان ۳۵۰۰۰۰ پولیس او عسکر تجهیز او تمویلوي. ده زیاته کړه: ددوی په تعداد کې به تر ۲۰۱۷ پورې په هېڅ نوع تغییر نه راځي، بلکې ددوی د تجهیز او ددوی د روزنې پروسه به لا ګړندۍ او لا سرعت ورکول کېږي.
حامد کرزي د افغانستان د هوایي حریم د کنټرول په برخه کې د پرمختګ په اړه وویل: تر اوسه د افغانستان هوایي حریم د خارجیانو لخوا کنټرولېده، موږ دوی ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان هوایي حریم زموږ تر حاکمیت لاندې زموږ د رادار، وسایلو او پرسونل پواسطه کنټرول شي، تر هغو چې افغانستان ددغو وسایلو خاوند ګرځي او روزنه مومي، د هېواد فضا به په مشترک ډول کنټرولیږي.
د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالات به څلور ټرانسپورټي الوتکې چې سي ۱۳۰ نومېږي او ۲۰ باله هیلوکپترې هم افغانستان ته ورکړي.
حامد کرزي دا هم وویل چې امریکا به د خپلو مرستو ډېره اندازه د افغانستان د بودجې له لارې په عمراني او ساختماني پروژو کې لګوي.
د هېواد جمهور رئیس د سولې په برخه کې د رامنځ ته شویو موافقو په اړه وویل چې د سولې د مذاکراتو په خاطر به د طالبانو لپاره په دوحه کې دفتر پرانیستل شي، خو دا دفتر به د طالبانو د تحریک د مسؤولو او پېژندل شویو کسانو لخوا ایجادیږي او خاص به د سولې او مذاکراتو لپاره وي.
حامد کرزي په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې څرګنده کړه چې افغانستان به د وسله والو مخالفینو سره په مذاکراتو کې په هېڅ عنوان د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې له لاسه نه ورنکړي.
ده وویل چې ددغو پرمختګونو له لاسه ورکول زموږ د ځان وژنې په معنی ده.
حامد کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف جګړه نه کېږي، وویل: له امریکایي چارواکو سره په کتنو کې دا خبره مطرح شوه چې امریکایان او بهرني ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته له طالبانو سره په افغانستان کې نه جنګیږي چې په حقیقت کې دا زموږ غوښتنه وه.
ده زیاته کړه: که نړیوال ځواکونه افغانستان ته د تروریزم پر وړاندې د جګړې لپاره راغلي وي، نو د هغوی روزنځایونه، ځالې او تمویل ځایونه د افغانستان په کلیو کې نشته او که له طالبانو سره جګړې ته راغلي وي، نو هغوی زموږ داخلي عنصر دی او دا د دوو افغانانو تر منځ یوه مساله ده. حامد کرزي وویل چې موږ د امریکې له دې خبرې نه راضي یو او دوی  به لا وهڅوو چې په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف جګړه بنده کړي.
همدا راز حامد کرزي له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خارجي ځواکونو د مصؤونیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ددې لپاره چې په افغانستان کې به د امریکایي عسکرو مصؤونیت څه ډول، تر کومه حده او تر کومو شرایطو لاندې وي، دا یوه داسې مساله ده چې د افغانستان جرګه باید فیصله وکړي، دا فیصله د افغانستان حکومت نشي کولای.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته