سیاست

دکجاب دسيمې مشرانو خپلې ستونزې له محمد کريم خليلي سره طرحه کړې

کابل باخترد تلې دمياشتې   ١ :
دميدان وردګو ولايت دبهسودو ددويمې برخې  دولسوالۍ دکجاب دسيمې يوشميرمشرانو اوسپين ږيرو نن  دجمهوررييس له مرستيال محمد کريم خليلي  سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ : په دې کتنه کې دکتنې برخه والو  دکجاب په سيمه کې  ديولړ شتو ستونزو په باب   چې دکلي دخلکو  او کوچيانو ترمنځ  رامنځته شوي دي  ،دجمهوررييس مرستيال ته معلومات ورکړل او ددغې غوښتنه يې وکړه چې دولت دې  ددغو ستونزو دحل کولو په کار کې پاملرنه  وکړي .
دکتنې دبرخه والو  دڅرګندونوله مخې ، ددغو ستونزو  او دهغو دحل کولو دڅرنګوالي په اړوند  پخوا  خلکو ته داوښتو تاوانونو دتثبيتولو لپاره يو هيئت موظف شوى دى  او دغه هيئت  اوښتي زيانونه تثبيت کړي دي .
دوى دغه را څرګنده کړه چې  داوښتو تاوانونو ډير کمې پيسې دماليې وزارت ته   حواله شوې دي او دغه  وزارت دې بايد دسيمې خلکو ته  داوښتو تاوانونو پيسې ورکړي .
دوى دغه راز ټينګار وکړ  چې  ددغې ساحې خلک هم په دې سيمه کې  دشتو ستونزو  دحل کولو لپاره  تيارى لري .
وروسته دجمهوررييس مرستيال محمد کريم خليلي  مرکز ته دسيمې دخلکو دغوښتنو دليږدونې   اودهغوى دغوښتنو او مطالباتو دڅيړنې په لار ه کې دسيمې دمشرانو او مخورو  دزړه سوي اوپاملرنې له امله قدرداني وکړه.
دجمهوررييس مرستيال  دبهسودو دکجاب دسيمې  مشرانو او سپين ږيرو ته  ډاډ ورکړ چې دى  به دغه مسله  له اړوندو لارو  تعقيب کړي او دغه مسله به حل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته