نړۍ

دافغانستان او اوکراين دمسئلو په باب دترامپ او مرکل موافقه .

-دامريکا غږ  باختر دوري  اوولسمه :
دامريکا جمهور رييس دونالد ترامپ او دالمان صدراعظمې انګلا مرکل تيلفوني خبرې وکړې او ددواړو هېوادونو دانديښنو او ګډو ګټو پورې اړوند او دافغانستان  دمسئلو اوداوکراين دختيځ دبحران په باب خبرې اترې وکړې . 
په دې باب سپينې ماڼۍ تيرماښام معلومات ورکړل ، دسپينې  ماڼۍ دڅرګندونوله مخې  دوه تنه مشرانو ژمنه کړې ده چې په دې مسئلو خپلو همکاريو او همغږيو ته دوام ورکوي او موافقه يې وکړه چې له يوبل سره په نږدې اړيکو کې باقي پاتې کيږي .
ترامپ او مرکل دمارچ دمياشتې په ١٧ نيټه په واشنګتن  کې وکتل.
مرکل وويل  چې په افغانستان کې دناتو په ماموريت کې دالمان دپوځيانو شتون به دوام وکړي .
دامريکا جمهور رييس دخپل انتخاباتي  مبارزو په بهير کې دميرمن مرکل سياست دمهاجرينوپه اړه دسوريې ،افغانستان اوله نورو جګړه ځپلو هېوادونو  څخه دمنلو په باب دنيوکې لاندې نيولې و .  خو له ميرمن مرکل  سره له کتنې وروسته جمهور رييس ترامپ خپلې اړيکې داروپا داقتصادي  هېواد له  ډير ستر مشر سره ټينګې کړې دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته