سیاست

دانتخاباتو دکميسيون پخواني رييس :په خپله مې وپټيله چې ګوښه شم .

کابل باختر د وري نهمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون پخواني رييس له دندې  څخه له ګوښه کيدووروسته نن په يوه خبرې غونډه چې وويل  په خپله مې وپټيله  چې له دندې څخه ګوښه شم .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې  ډاکتر احمد يوسف نورستاني چې دهېواددجمهور رييس له خوا دده داستعفا له منل کيدووروسته نن په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل هيچا په ما فشار نه دى راوړي بلکې په خپله مې  وپټيله  چې استعفا وکړم .
ده په ټينګار سره زياته کړه  بايد هغه اوازې  چې فشار زما داستعفا سبب شوى دى له همدې ځاى څخه پاى ته ورسول شي .
دانتخاباتو دکميسيون پخواني رييس دغه راز وويل  چې جمهور رييس څو پستونه ده ته پيشنهاد کړل خو نه دى منلى .
ده وويل څو انتخابونه راته پيشنهاد شوي دي  خو ما وويل چې يوڅه موده استراحت کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته