فرهنګ

دخورشيدراډيو اوتلويزيون لوى رئيس اودخپرونو رئيس وستايل شول.

کابلباختردجوزا٢٢
داطلاعاتو اوفرهنګ  وزيرډاکتر سيدمخدوم رهين نن دغبرګولي د مياشتې په ٢٢ نيټه د چهارشنبې د ورځې له غرمې مخکې دخورشيد راډيو اوتلويزيون لوى رئيس اودخپرونو رئئيس اود هيواد دسينما درې تنه کارکوونکي وستايل .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار جلال نورا ني خبرې و کړې اووي ويل د خورشيد راډيو او تلويزيون دخپل يو کلن فعاليت په بهير کې په ښه توګه ځليدلى دى اوانډوليزې خپرونې يې تعقيب کړي دي اودغه رازجنجالي پروګرامونه يې نه دي خپاره کړي .
ده زياته کړه په همدې مقصد دخورشيد راډيو اوتلويزيون لوى رئيس سيدجميل سادات اودخپرونو مسوول ډاکترسميع سهيم اودغه راز د(مردى درارزوي زن پنجم ) دافغاني فلم کارګردان محمدصديق عابد  دغه راز د هيواد ملي سوداګرخان مراد اميري او صبرالدين رحماني چې ددغه فلم لګښتونه يې ورکړي دي ، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا وستايل شول.
په دې غونډه کې ډاکتر رهين دغو مسولينو ته دستاين ليکونو له ورکولو وروسته خبرې وکړې اووي ويل، دخورشيد راډيو اوتلويزيون په دې وروستيو وختو کې دخپلې يو کلني جشن جوړ کړاوپه دې لنډه موده کې يې زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير زياته کړه چې دغه تلويزيون هم دخبر رسولو په برخه کې اوهم دتفريحي پروګرامونو په خپرولو او په نورو پروګرامونو کې بريالى دى.
دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزير د (مردى درارزوي زن پنجم )دفلم دکارګردان اودغه راز د هيواد ددوو تنو ملي سوداګرو چې ددغه فلم دجوړولو لګښت يې ورکړي دي هم قدرداني وکړه او هيله يې وکړه چې د هيواد نورملي سوداګر د هنر په وده او بډاينه کې ونډه واخلي .
داطﻻعاتو اوفرهنګ وزير وويل، دفلم کارګردان چې په رسالتمند ډول يې ددغه فلم په تنظيم اوتوريد لاس پورې کړى دى دبازاري سينما دمرسومو چلندونو په خلاف چې تاوتريخوالي او يا جنسي مسايل په معمولي توګه دننداره کوونکي دپاملرنې د جلب سبب کوي ، داسې نه ده کړې ، ده هيله و کړه چې دغه هنري فلم نه يوازې په سيمه کې بلکې د نړۍ په کچه وځليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته