
کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر
د ۷ ډلې مشرانو خپله کلنۍ غونډه د جاپان د هیروشیما ښار په هغه ځای کې ترسره کړه، چې امریکا هلته په لومړي ځل اټومي بم غورځولی و.
دا غونډه په ختیځه اروپا کې د تحولاتو، ( د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې) له امله زیاته اغېزمنه شوې وه بیا هم د جی ۷ ډلې مشرانو په یو شمېر نورو نړیوالو مسئلو په ځانګړې توګه په هغو موضوعاتو چې د امریکا ارادې او ګټې تر پوښښ لاندې راولي، خبرې وکړي او په پای کې د تېرو غونډو په شان یو بیانیه صادره کړه.
په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه تمویلیږي، په دغه هېواد کې ترهګریز فعالیتونه نه ترسره کېږي او ترهګرو ډلو ته پټنځایونه او روزنه نه ورکول کېږي.
د سترو صنعتي هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت غوښتنه وکړه او له سرپرست حکومت څخه یې د بشري حقونو د ښه والي غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت باید د یو ټول شموله افغان حکومت په جوړولو تمکین وکړي او په واک کې د ټولو افغانانو د ګډون لپاره ملي خبرې اترې وکړي.
دغه راز له اسلامي امارت څخه غوښتل شوي دي چې د ۲۰۲۳ کال ۲۶۸۱ پریکړه لیک او د ملګرو ملتونو د منشور د ۸ مې مادې درناوی وکړي.
که د دې بیان متن او محتوا وڅېړل شي، په هغه کې کومه نوې خبره نه لیدل کېږي او د بې بنسټه تورونو تکرار، فرضیو، افواهاتو او له اساسي مسئلو څخه د عامه ذهنو له انحراف پرته بل څه نه تر سترګو کېږي دا په داسې حال کې د چې اسلامي امارت لا دمخه ټولو اندېښنو ته ځوابونه ویلي دي.
په داسې حال کې چې اسلامي امارت توانیدلی د یوې ښې تګلارې له مخې د دغه شان توطیو مخه ونیسی او موجود نظام هم په دې بریالی شوی ترڅو د خودکفایۍ په لور حرکت وکړي.
بله موضوع د جي ۷ ډلې په وروستۍ غونډه کې په افغانستان کې د تروریستي ډلو د شتون دوام دی.
دا هغه ادعا ده چې هيڅ اساس او بنیاد نه لري او د جي ۷ ډلې د مشرانو په اعلامیه کې هیڅ سند او مدرک نه دی وړاندې شوی.
یوازې په سیمه کې د امریکا د حضود توجیه کولو او د دغو هېوادونو د راتلونکو فعالیتونو بستر جوړولو لپاره په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون تورونه تکرار شوي، چې هېڅ اساس او بنیاد نه لري.
د دې ډلې د مشرانو په اعلاميه کې بله موضوع د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ګواښونو خبرې اترې دي. اسلامي امارت په وار وار ویلي چې دا نظام د خپلو ګاونډیو، سیمه ییزو او د سیمې هېوادونو پر وړاندې خپل مسوولیتونه پېژني، په دې هکله د نورو مشورو او لار ښوونې ته اړتیا نشته، په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله شتون نه لري، او هېڅ ډله په افغانستان کې نه تمویل او روزل کیږي.
د جي۷ ډلې د مشرانو بل ټینګار په افغانستان کې د ټول شموله حکومت رامنځته کول دي، موږ نه پوهېږو چې په افغانستان کې د دغو ښاغلېو له ټول شموله حکومت څخه تعریف څه دی؟ که هدف د نظام په بدن کې د سوځېدلو مهر او د سفارتونو د استازو ځای پرځای کول وي، دا کار نور د افغانستان په اوسني نظام کې ځای نه لري.
د ملګرو ملتونو د جي ۷ ډلې مشرانو دغه راز د ۲۰۲۳ کال د ۲۶۸۱ په پریکړه لیک ټینګار کړی چې په افغانستان کې له محدودیت پرته د ملګرو ملتونو د کار غوښتنه کوي.
اسلامي امارت تل د شریعت او افغاني کلتور په رعایتولو سره د نړیوالو بنسټونو له کارونو څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې هېڅ ډول محدودیت نه دی وضع کړی.
د جي ۷ ډلې له مشرانو څخه د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې د دیکته شوی حرکت په څېر عمل و نه کړي، په افغانستان کې حقایق تعقیب کړي او د هغه مطابق لارښود وټاکي، خبرې وکړي تصمیم ونیسي، تورونه او د فرضیو جوړول ځای نه نیسي له هغه باید ډډه وکړي.
بله خبره چې د یو ځانګړي هېواد لپاره د شرم سبب کېدای شي دا ده چې د جي ۷ ډلې وروستۍ غونډه د هیروشیما په ښار کې جوړه شوه، دا ښار د جاپان یو له هغو دوو ښارونو څخه دی چې په ۱۹۴۵ کال کې پرې د اټومي بمونو برید وشو او ۲۲۰ زره کسان پکې مړه شول.
هیروشیما د یو وحشتناک جنایت ژوندی سند دی، چې بشر به یې هیڅکله هېر نه کړي، هغه کسان چې د دې جنایت عاملین وو باید پر خپلو له شرمه ډکو عملونو اعتراف وکړي او نور له خپلې جغرافیې لرې پر نورو خلکو د تعرض په لټه کې و نه اوسي.
\ ذ