کابل باختر دوږي اتمه :
دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کې دبريښنا يو چاڼيز عمليات پرون پاى ته ورسيدل .
دغه عمليات درې ورځې مخکې دافغان امنيتي ځواکونو په ګډون پيل شوي وو.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى جاويدبشارت دباخترآژانس خبريال ته وويل : ددغو عملياتو له امله دمرکزي بغلان ولسوالۍ ديرش لرې پراته او ناامنه کلي دتروريستانو له شتون څخه پاک شوي دي .
دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې دتروريستانو له خوا شپږ ښخ کړي شوي ماينونه کشف او شنډ کړي شول
بشارت زياته کړه په عملياتو کې شاملو ځواکونو اوملکي وګړو ته دسرزيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ