امنیت

په هلمند کې ديو هوايي بريد له امله دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دکب شپاړلسمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول
  په دغو طالبانو تيره شپه  په نادعلي ولسوالۍ کې ددوى په پټنځي کې بريد وشو
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل  طالبان په خپل  پټنځي کې د ډار اچوونکو بريدونو په پلان  جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو
ويل کېږي چې په دې بريد کې دطالبانو پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې له خاورو سره خاورې شوى دى .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته