
کابل، د سلواغې ۲۰ مه، باختر
د ملي دفاع وزارت له بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو څخه ۹۵ سرتېري د جګړه ایزو ګډوزده کړو قوماندانۍ له مسلکي ښوونځيو(مخابرې، مالي، حفظ او مراقبت)برخو کې د ۲ میاشتو زده کړو ترلاسه کولو وروسته نن د يوې غونډه په ترڅ کې فارغ شول.
په دغه غونډه کې د ملي دفاع وزارت يو شمیر مسؤلینو ګډون درلود او په خپلو ویناوو کې يې وویل چې فارغ شوي سرتېري په هر ډول شرایطو کې د اسلامي ارزښتونو، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتلو ته ژمن دي.
د یادولو وړ ده چې د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ په تېر یو نیم کال کې ۵۰۰۰ سرتېري په مسلکي او عقیدتي زده کړو سمبال هېواد ته د خدمت په موخه فارغ کړي دي.
افغانمل