امنیت

په روزګان کې د طالبانو د سر دروند زيان.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٠
د روزګان ولايت په ځينو سيمو کې اوس هم سختې جګړې دوام لري.
تيره شپه او نن غرمه دچورې په ولسوالۍ او د ترينکوټ په ښارکې په خورې ورې ډول جګړې دوام درلود.
د رارسيدلو خبرونو له مخې په دې جګړو کې طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى .
لومړى جګړه تيره شپه د روزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې هغه وخته ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
په روزګان ولايت کې دملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې په لسګونو وسله وال يرغلګر ووژل شول او څو تنه نوريې ټپيان شول.
دغه قوماندان وايي چې دچورې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې جګړې دوام لري.
ويل کيږي په دې جګړو کې تراوسه پورې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې شپږ تنه وسله وال طالبان په خاص روزګان ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه تيره شپه له هغه وروسته ونښته چې پوځيانو د طالبانو په پټنځيو بريدونه وکړل.
د روزګان ولايت دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل په دې جګړه کې شپږ تنه طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې اووه تنه وسله وال طالبان د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ته څيرمه له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه راز په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان د روزګان ولايت په ځينو سيمو کې دڅلورو ميانونو په کشفولو او شنډولو بريالي شوي دي .
پوليس وايي طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره په ملکي وګړو بريدونه وکړې خو بريالي نه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته