
کابل، د وږي ۲۰ مه، باختر
د ملي دفاع وزارت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د سرتېرو بنسټیزو زده کړو له ښوونځي څخه ۱۲۰۰ مجاهدین له درې نیم میاشتني پوځي، نظري او مسلکي زده کړو څخه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غړو، د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین “فطرت”، او د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر رییسانو، مسوولینو، مشرانو او منسوبینو ګډون درلود.
غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم نویو فارغانو ته په خطاب کې ویلي، چې په خپلو دندو کې باید اخلاص وکړي، د حق پلوي وکړي او نظام او ولس ته ژمن پاتې شي.
د نوموړي ترڅنګ نورو لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم خبرې وکړې او له مجاهدینو څخه یې د ریښتوني خدمت کولو غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې فارغو شویو مجاهدینو پوځي نمایشات هم ترسره کړي او په خپلو دندو کې یې د اخلاص کولو ژمنه هم کړې ده.