نړۍ

د سوريې په جګړه کې اوربند عملي کيږي

دمشق باختر د  کب څلورمه :
امريکا او روسيې اعلام کړى دى چې په سوريه کې د دښمنيو د پاى ته رسيدو موافقه ليک به د روان کال د کب د مياشتې د اوومې نيټې په نيمه شپه عملي شي.
په دې اړوند په خپره شوې وينا کې ويل شوي دي چې په اوربندکې د داعش د ډلې او د نصرت د جبهې ترمنځ جګړه چې په القاعده پورې اړه لري؛ شامله نه ده .
د نړۍ قدرتونو د روان کال د سلواغې د مياشتې په درې ويشتمه نيټه د آلمان په مونيخ غونډه کې د يوې اوونۍ په دننه کې د اوربند له ټينګښت سره موافقه وکړه.
دغه مهلت عملي نه شو او د نوى طرحې د تحقق په باب هم زيات ترديدونه شته.
د يکشنبې په ورځ په دوو ښارونو حمص او دمشق کې د بمي بريدونو له امله ١٤٠ تنه ووژل شول .
د سوريې څه ناڅه٢٥٠ زره تنه خلک د دغه هېواد په جګړه کې چې جرړې يې د ٢٠١١ کال عمومي اعتراضونو او په هغوکى خونړيو ځپنو ته رسيږي، وژل شوي دي . 
کابلو ١١ مليونه تنه نورله خپلوکورونوڅخه وتلو ته اړ شوي دي چې څلور مليونه تنه يې بهر ته تښتيدلي دي، له دې جملې څخه يو زيات شمېر يې اروپا ته مخه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته