ټولنه

جمهور رئیس غني ديني عالمانو ته په خطاب کې: تاسې د نظام په پیاوړتیا کې اساسي رول لرئ

کابل باختر د غبرګولي د میاشتې ۲۳ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د افغانستان د ديني عالمانو سراسري شورا له رئیس او غړو  سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې مولوي محمد نورپادشاه صاحبزاده د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د هېواد شهیدانو په ځانګړي ډول د وروستیو پېښو د شهیدانو روح او دغه راز په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت او جګړې د ختمېدو دعا وکړه.
مولوي صاحبزاده عالمانو ته د پاملرنې او د هېواد د پرمختګ او ترقۍ په برخه کې د جمهور رئیس برنامې وستایلې او ويې ویل، په هېواد کې روانه جګړه داخلي او بهرني اړخونه لري او د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د نړیوالې او سیمه ېیزې اجماع د ایجاد په برخه کې د جمهور رئیس غني د هڅو ملاتړ وکړ.
نوموړي د عالمانو شورا د پرېکړه لیک پر استناد له افغانانو وغوښتل چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي، دغه راز یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د ټاکنو ملي پروسه په شفاف ډول ترسره کړي.
مولوي محمد نورپادشاه صاحبزاده وویل، د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې د ملي نوامیسو او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره هلې ځلې کوي، ملاتړ کوي او د افغان ځواکونو قرباني ستایي.
وروسته شیخ عبدالله افضلي خبرې وکړې ويې ویل، اړتيا ده چې د افغانستان حکومت او خلک د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه غوڅ، قوي او هراړخیز ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړه، د دې ویجاړونکي جګړې حل لاره، جګړه نه ده، موږ ټول باید پر یوه مېز راټول او دغه بدمرغه جګړه پای ته ورسوو.
په هېواد کې د سولې د برقرارۍ په خاطر نړیواله او سیمه ېیزه اجماع ممده واقع کېږي او سوله باید د افغانستان د حکومت په محوریت کې وشي.
هغه د عالمانو د امنیت د ټینګښت، د کورنیو تولیداتو او د هېواد د کروندګرو د محصولاتو د ملاتړ او د فراه ولایت د کروندګرو د محصولاتو د نه خرڅلاو ستونزې د حل غوښتنه وکړه او له هېوادوالو یې وغوښتل چې کورني تولیدات او محصولات مصرف کړي.
جمهور رئیس غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته ديني عالمانو ته د ښه راغلاست او د دوی د طاعاتو او عباداتو د قبولۍ ترڅنګ دوی ته په ننګرهار ولایت کې د مولوي صفي الله د شهادت او د ایت الله محقق کابلي د مړینې په خاطر د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.
جمهور رئیس وویل، ټاکل شوې نن د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه قرغیزستان ته لاړ شي او د دې سازمان د غړو هېوادونو له رهبرانو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې لپاره پر سیمه ییزې اجماع خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې د دیني عالمانو برحقه دریځ وستایه او ويې ویل، موږ جنګ نه غواړو او تل مو د سولې غږ پورته کړی، د دې وینې تویولو مسوولیت د هغو کسانو په غاړه دی چې د سولې، د عالمانو د اجماع او د حرمین شریفین د خطبو برحق غږونه نه مني.
د هېواد جمهور رئیس وویل، موږ سولې او خلکو ته د خدمت په برخه کې شاتګ نه کوو او د بندیانو د خلاصون په اړه مو ستاسو او د سولې مشورتي لویې جرګې غوښتنه ومنله، اکثریت خوشې شوي بندیان به د سولې سفیران شي او بیا به جنګ ته ونه ګرځي.
جمهور رئیس له عالمانو وغوښتل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره خپل غږ ورسوي او زیاته یې کړه، د فراه ولایت د کرنیزو محصولاتو ستونزې په اړه مې ملي تدارکاتو ادارې ته دنده سپارلې چې د دغه ولایت تولیدات د قندهار ولایت  ۲۰۵ اتل، د هلمند ولایت ۲۱۵ میوند او د هرات ولایت ۲۰۷ ظفر قول اردوګانو ته وپېري.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د فقر پر لمنځه وړلو، د ارشاد حج او اوقاف وزارت عالمانو ته پر زیاتې پاملرنې او په ټول هېواد کې د جوماتونو پر بیارغاونې او جوړولو او د اوبو پر مدیریت ټینګار وکړ ويې ویل، د حضرت امام اعظم (رح) د شخصیت او کارنامو د نمانځنې په پار د جوړيدونکي کنفرانس لومړۍ ورځ به د لویې جرګې په خېمه او دویمه ورځ به یې په ارګ کې جوړه شي.پاىجهانيار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته