امنیت

د هغه سړي لپاره بند چې د محکمې رسمي سند يې تذوير کړى و

کابل – باختر د تلې دمياشتې يوولسمه
يو سړى د محکمې د رسمي سند د تذوير په تور د هرات د ښاري ابتداييه محکمې له خوا په يو کال بند محکوم شو.
تورن د هرات د ابتداييه ښاري محکمې د عامه امنيت د ديوان په قضايي علني غوڼده کې چې د قضاوتمل غلام رسول منصور په مشرۍ جوړه شوې وه؛ محاکمه او مجازات شو.
تورن چې غوښتل د تذکرې له جعلي سند څخه په رسمي مراجعو کې کار واخلي، له ملګري سره يې لاس په لاس له ليکلي تذويري سند سره ونيول شو او يو تن په يو کال بند او بل يې د شپږو مياشتو په بند محکوم شول.
د منصور د څرګندونو له مخې: په دې غونډه کې د تير ايستلو، د نشه يي توکو د قاچاقو او په غير قانوني ډول د وسلو د ترلاسه کولو او ساتنې د قضيو د څلورو تنو نورو تورنو کسانو دوسيې هم وڅيړلې شوې چې په نتيجه کې يې دغه تورن کسان له دريو مياشتو څخه تر يو کال پورې په مجازاتو محکوم شول او په پاى کې دغو محکومينو ته تفهيم شوه چې په ټاکلې موده کې د دوى د استيناف غوښتنې حق محفوظ دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته