امنیت

امنیتي ځواکونود پکتیا ولایت دجاني خیلوپه ولسوالۍ کې(۳) ترهګر وژلي او(۳)تنه ژوندي نیولی دي.

کابل باخترد وږي ۲۱
امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت دجاني خیلو ولسوالۍ د الګډه په سیمه کې د چاڼیزوعملیاتو په ترڅ کې (۳) تنه وسله وال ترهګر وژلي،(۳) تنه ژوندي نیولي  اوپه شمس الله پوری اړونده دترهګرو یومرکز له منځه وړی دی.
همداراز وسله والومخالفینو غوښتل چې دمیدان وردگو ولایت دنرخ ولسوالۍ شاه کابل په سیمه کې پرلویه لاره ماین ځای پرځای کړي او زموږ بی ګناه هیوادوال دغم په ټغر کښنیوي،خپل ماین پری چاودنه کړی،یوتن ماین خښوونکی وژلې اودوه تنه ټپیان کړیدي.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته